۰
حکمتیار:

د حزب د انسجام کارونه روان دی او ټول به تر یوه چتر لاندې راټول شي

چهارشنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۳۵
د حزب اسلامي مشرګلبدین حکمتیار وايي، چې د حزب اسلامي د انسجام له پاره کار روان دی او بېلا بېل دفتره یې تړل کېږي.
د حزب د انسجام کارونه روان دی او ټول به تر یوه چتر لاندې راټول شي
د حزب اسلامي مشرګلبدین حکمتیار وايي، چې د حزب اسلامي د انسجام له پاره کار روان دی او بېلا بېل دفتره یې تړل کېږي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د حزب امیر دغه څرګندونې د کنړ ولایت له یو شمېر سپین ږیز، قومي مشرانو او ځواکونو سره په غونده کې کړې او ویلي یې دي، چې حزب اسلامي به تر یوه چتر لاندې راټول شي.
د حزب اسلامي له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې قومي مشرانو په خپلو خبرو کې د سولې له پروسې ملاتړ وکړ او د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه یې وکړه.
د سرچینې په وینا قومي مشرانو د حزب له امیر څخه وغوښتل، چې د سولې او امنیت په تامین کې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي ځکه په وینا یې سوله د افغانستان د خلکو ستره هیله او ارمان دی.
په وته وخت کې د حزب اسلامي یو ځل بیا ویلي، چې طالبان هم بايد له جنګ څخه لاس واخلي؛ ځکه دا جنګ د بهرنيانو له خوا پر افغانانو تپل شوی او ګټه يې يواځې بهرنيانو ته رسېږي.
د حزب اسلامي مشر زیاته کړې، چې ملت له جنګه ستړی دی، د جنګ غوښتونکو ملاتړ نه کوي او سوله غواړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین