د طالبانو تاریخي اشتباه او تاریخي شهکار

زیړګل افغان

29 سرطان 1394 ساعت 10:25

طالبان چې کله پوه شول د سرېښو ډنډ ته یې ټوپ اچولی، سمدستي یې ځان څنګ ته کړ، او هغه داسې چې د مري د غونډې په سبا یې اعلامیه پسې راوویسته چې له دې وروسته دټولو سیاسي چارو واک او صلاحیت د دوی د سیاسي دفتر په لاس کې دی. سیاسي دفتر صلاحیت او واک لري چې له چا سره خبرې کوي، کله یې کوي او چېرته یې کوي!.




د ۱۳۹۴هـ ش کال د چنګاښ د ۱۷ نېټې په شپه طالبانو د شپې په څېر توره اشتباه وکړه، خو سبا ته یې د چنګاښ په ۱۷ د ورځې په څېر روښانه او ځلانده شهکار وکړ، هغه چې وايي په هره شپه پسې ورځ شته، کټ مټ همداسې وشول.
په حقیقت کې طالب د ای اس ای په لومه کې راګیر شوی و، زما په ګومان طالب هغه وخت د ای اس ای په لوبه پوه شو چې اوبه له ورخه تېرې وې، خو بیا هم توره یې دا وکړه چې د نړۍ او افغان ولس په وړاندې یې عملا په خپله اشتباه اعتراف وکړ، او د نوموړې سترې اشتباه تلافي یې وکړه.
د معلوماتو له مخې کله چې په ۱۳۹۲ هـ ش کې طالبانو په قطر کې دفتر پرانیست، په ای اس ای سور اور بل شو، ای اس ای هغه مهال طالبانو ته ویلي وو چې تاسو به په هېڅ صورت د کابل له حکومت سره خبرې نه کوئ؛ ځکه دا ستاسو د شهیدانو سپکاوی دی، د شیهدانو په وینو لوبې دي، تاسو دومره قربانۍ ور کړې دي، او دا ټول د کابل حکومت له لاسه، نو اوس څه رنګه د کابل له حکومت سره خبرو ته کښېنئ؟!
د ای اس ای اندېښنه دا وه چې هسې نه طالبان خپله مخامخ د کابل له حکومت سره خبرو ته کینې؛ ځکه که داسې پښېږي نو بیا به د دوی برخه څه کېږي؟ خو یو وخت داسې راغی چې ای اس ای په ډاګه په رسنیو کې اعلانونه وکړل چې طالبان باید خامخا له کابل حکومت سره کښینې، که نه کینې نو کوي به څه؟
په ښکاره ای اس ای تر یو ځایه خپلې موخې ته ورسیده، خو دا چې وروسته به څه کېږي، خبره لا معلومه نه ده، طالب باید ښه ژور فکر وکړي چې پرون ای اس ای ولې دکابل له حکومت سره له خبرو منع کاوه، او نن یې ولې په زور ورکشوي؟
طالبان چې کله پوه شول د سرېښو ډنډ ته یې ټوپ اچولی، سمدستي یې ځان څنګ ته کړ، او هغه داسې چې د مري د غونډې په سبا یې اعلامیه پسې راوویسته چې له دې وروسته دټولو سیاسي چارو واک او صلاحیت د دوی د سیاسي دفتر په لاس کې دی. سیاسي دفتر صلاحیت او واک لري چې له چا سره خبرې کوي، کله یې کوي او چېرته یې کوي!.
له دې اعلامیې نه دوه ټکي جوتېږي، یو دا چې د طالبانو مشران نور نه غواړي د ای اس ای په منځګړيتوب له کابل سره کینې، خو دا چې ځینې طالب مشران په پاکستان کې دي، نو یې خبره سیاسي دفتر ته سیخه کړه، اوس که ای اس ای فشار پرې راوړي، دوی به ورته وايي چې نوره کیسه زمونږ له لاسه وتلې، د سیاسي دفتر په لاس کې ده، تاسو پوه شه او سیاسي دفتر!
بل ټکی دا چې ولس اونړۍ ته خپله خپلواکي وښيي، د حال په ژبه و وايي چې نه غواړي نور د ای اس ای په مداریتوب ځانونه تیر باسي، په دې معنی چې کله که په یو ځای کې د ځینو فشارونو له امله یوه اشتباه کوي، د خپلې اشتباه د تلافۍ صلاحیت او توانمندي هم لري، دا به نو اوس وخت ثابتوي چې طالبان څومره خپلواک او څومره بلواکي دي!
ای اس ای له طالبانو سره څه ونه کړل؟ د امریکې په څنګ کې د طالبانو په خلاف ودریده! امريکې ته یې لارې ورکړې! اډې یې ورکړې! استخباراتي معلومات یې ورکړل! مطلب په امریکايانو یې په لس هاوو زره طالبان و وژل! بلکې د اخلاقي او ديپلوماتیکو ارزښتونو په ستونې یې هم چاړه را کش کړه، د طالبانو سفیر یې لپ لغړ لاس تړلی امریکایانو ته ورکړ! په داسې حال کې چې امریکایان کفار او طالبان مسلمانان، امریکایان لیرې او طالبان یې نېږدې ګاونډیان وو او دي!
یوازې په دې یې بسنه ونه کړه چې امریکایان یې ووژني، ویې وهي، ویې ټکوي، او شکنجه یې کړي! خپله یې هم مټې را ونغښتې، د طالبانو ګڼ شمیر مشران یې یا ونیول او یا یې ووژل، ملا اختر محمد عثماني، ددوی د معلوماتو له مخې ووژل شو، ویل کېږي ملا داد الله آخوند هم په همدې ډول و، ملا عبید الله آخوند د طالبانو ددفاع وزیر یې په زندان کې تر شکنجو لاندې وواژه، همدا ډول استاذ یاسر چې یو وخت د طالبانو فرهنګي کمیسیون مشر و، چې تر اوسه یې د نوموړو جسدونه ورثه وو ته نه دي سپارلي!
ملا بردارد آخوند خو اوس هم په زولنو او شکنجو کې دی، ویل کېږي له ژوند نه یې خلاص کړی، هسې مړ ژواندی شپې او ورځې تېروي، د بودې نه دی.
له دې ټولو سره سره که طالب بیا هم په ای اس ای باور کوي، بیشکه چې لا د فیل په غوږ کې ویده دی، له دې وړاندې ای اس ای په مجاهدینو کومې کانې ونه کړې!! په لنډو یې چې ووایو ننۍ ناخوالې د مجاهدینو د هغو خوشباوریو زېږنده او پایله ده چې په ای اس ای یې کړې وې!
زیړګل افغان - جمهور آژانس ته لیژل شوی


کد مطلب: 68458

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/article/68458/

جمهور
  https://www.jomhornews.com