په بولدک ولسوالۍ کي د غیږنیوني درې ورځنۍ سیالۍ ترسره سوې

27 جوزا 1398 ساعت 16:06


د مسئولینو په خبره د کندهار بولدک ولسوالۍ په اتفاق فوټبال لوبغالي کي د غیږنیوني درې ورځنۍ سیالۍ ترسره سوې، چي په کښي په لسګونه پهلوانان ګډون کړی وو. ددې سیالیو مسئول مطیع الله عابد وویل، چي په دې سالیو کي د کندهار ښار او ولسولیو ترڅنګ د چمن څخه هم پهلوانانو ګډون کړی وو. د عابد په خبره، چي د غیږنیوني دا سیالۍ د چهارشنبې په ورځ پيل سوې او د جمعې په ورځ پاي ته ورسېدې. د یادولو وړ ده، چي څو ورځي مخکي د بولدک ولسوالۍ په نړیوال فوټبال لوبغالي هم د غیږنیوني سیالۍ ترسره سوې، چي په کښی سلګونه پهلوانانو غیږنیونه ترسره کړه.
 


کد مطلب: 117438

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/117438/

جمهور
  https://www.jomhornews.com