نن په زابل کي اوربند په نوم د فوټبال سیالیو پایلوبه ترسره کیږي

27 جوزا 1398 ساعت 16:07


د زابل ولایت په شیخ متي فوټبال لوبغالي کي یوه اونۍ مخکي د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د اوربند په نوم پيل سوې، چي نن یکشنبه ئې لوبي پاي ته رسیږي. د ورکړل سوو معلوماتو له مخي په دې ټورنمنټ کي د ګډونوالو لوبډلو له ډلي شیخ متي او اتحاد فوټبال ټیمونو پایلوبي ته لاره پيداکړې. ددې دوو لوبډلو ترمنځ دا پایلوبه نن ماپښین ۵ بجې د زابل ولایت په شیخ متي فوټبال لوبغالي کي پېلیږي. د یادولو وړ ده، چي څو ورځي مخکي زابل کي د اوربند په نوم د کرکیټ اختریزي سیالي هم پيل سوې، چي اوس یې لوبي په ښه ډول رواني دي.


کد مطلب: 117439

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/117439/

جمهور
  https://www.jomhornews.com