د ۱۲ کلنو فوټبال سیالۍ د تجربوي لېسې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

25 سرطان 1398 ساعت 16:26


د پکتیا فوټبال فدارسیون په دغه ولایت کې د ۱۲ کلنو فوټبال سیالۍ د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ پر ۱۲ پيل کړې وې، چې د تجربوي عالي لېسې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. په دغو سیالیو کې د ۱۲ کلنو ماشومانو ۸ فوټبال لوبډلو ګډون کړی و، چې پایلوبې ته يې تمدن او تجربوي عالي لېسې لاره وموندله.
د دغو سیالیو د پایلوبې په مراسمو کې د پکتیا فوټبال فدراسیون رییس شمس الرحمن همیم هم ګډون کړی و، چې پر قهرمانې او نایب قهرمانې لوبډلې او غوره لوبغاړو يې ورزشي جامې او جایزې هم ووېشلې.


کد مطلب: 118365

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/118365/

جمهور
  https://www.jomhornews.com