شاهین لوبډله د زرمت ولسوالۍ ټورنمنټ اتلولي وګټله

1 اسد 1398 ساعت 13:18


د پکتیا فوټبال فدراسیون د چنګاښ پر دویمه په زرمت ولسوالۍ کې د فوټبال ټورنمنټ پيل کړی و، چې د شاهین لوبډلې په اتلولۍ او د روحاني بابا لوبډلې په نایب اتلولۍ پای ته ورسېد.
په دغه ټورنمټ کې ۲۰ لوبډلو ګډون کړی و، چې پایلوبې ته یې شاهین او روحاني بابا لوبډلو لاره پيدا کړې وه.
د یادونې وړ ده، چې د یادو شویو سیالیو اتلې او نایب اتلې لوبډلو ته د پکتیا فوټبال فدراسیون له خوا ورزشي جامې او جایزې هم ورکړل شوې.


کد مطلب: 118615

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/118615/

جمهور
  https://www.jomhornews.com