ایراني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې تهران غواړي افغانستان کې یو لوی سوداګریز مرکز پرانیزي.
د مهر خبري اژانس په وینا، د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزارت مرستیال سعید محمد موسوي د سېشنبې په ورځ یوې غونډې ته د خبرو پر مهال په افغانستان کې د ایران د یوه سوداګریز مرکز د ایجاد خبر ورکړ.
د دې مرکز په جوړېدو سره به د کابل او تهران ترمنځ اړیکې لا پیاوړې شي.
هغه زیاته کړه، چې دغه مرکز به راروانه میاشت ایجاد شي، خو په راپور کې نه دي راغلي، چې دغه مرکز به د افغانستان په کوم ولایت کې جوړيږي.
موسوي هیله وښوده چې د دې مرکز په جوړېدو سره به د کابل او تهران ترمنځ اړیکې لا پیاوړې شي.
موسوي «د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ فرصتونو» په نوم کنفرانس کې ویلي، غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي او د افغانستان په «تلپاتې وده» کې برخه واخلي.
جمهورخبري آژانس