یوه پاکستاني ملا ۱۲ کلنه نجلۍ تر جنسي تېري وروسته وژلې

24 حمل 1393 ساعت 9:41

د پاکستاني رسنۍ وايي، په دغه هېواد کې د یوه مسجد ملا امام پر یوې دولس کلنې نجلۍ جنسي تېری کړی او ورته یې وژلې ده.


د پاکستاني رسنۍ وايي، په دغه هېواد کې د یوه مسجد ملا امام پر یوې دولس کلنې نجلۍ جنسي تېری کړی او ورته یې وژلې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پاکستاني رسنۍ وايي، دغه پېښه تېره ورځ د بدین په شجاع آباد سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د پاکستاني رسنیو په خبره چې له دې جومات څخه په عین وخت کې د مدرسې کار هم اخستل کېږي.
د پاکستان دنیا ورځپاڼې په خپل راپور کې ویلي، چې د دغه سیمې د یوه جومات ملا امام د نورو زده کوونکو تر رخصت کولو یوه ۱۲ کلنه ماشومه ته د پاتې کېدو ویلي او هغه هم پاتې شوې.
د ورځپاڼې په خبره چې ملا وروسته له دې دغه نجلۍ یوې بلې کوټې ته د ننه کړې او جنسي تېری یې پرې کړی دی.
د ورځپاڼې د راپور له مخې ملا چې پر نجلۍ جنسي تېری کړی تر هغې وروسته یې د خپل جرم د پټولو په خاطر هغه له ستوني نیولې، چې ساه یې بنده او وژل شوې ده.
د دغه رسنۍ په باور چې له پېښې وروسته د نجلۍ کورنۍ په هغې پسې مسجد ته ورغلي خو که ګوري چې لور یې وژل شوې ده.
که څه هم د دې نجلۍ نوم او دغه راز د پېښې دقیق ځای نه دی معلوم چې د پاکستان په کوم ایالات او سیمه کې دغه پېښه رامنځ ته شوې، خو دنیا ورځپاڼه وايي، ډاکترانو دا خبره تایید کړې، چې په دغه نجلۍ لومړی جنسي تېری شوی او ورسته وژل شوې ده.
جمهور آژانس: کابل


کد مطلب: 48646

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/48646/

جمهور
  https://www.jomhornews.com