پاکستان وايي، د افغان پوځ یو سرتېری یې نیولی، چې په غیر قانوني ډول د دغه هېوادو خاورې ته داخل شوی وو.
پاکستان د افغانستان د ملي اردو یو افسر نیولی
23 ثور 1393 ساعت 8:53
پاکستان وايي، د افغان پوځ یو سرتېری یې نیولی، چې په غیر قانوني ډول د دغه هېوادو خاورې ته داخل شوی وو.
پاکستان وايي، د افغان پوځ یو سرتېری یې نیولی، چې په غیر قانوني ډول د دغه هېوادو خاورې ته داخل شوی وو.
د جمهور آژنس د خبر له مخې پاکستاني رسنۍ د دغه هېواد د امنیتي چارواکو له خولې وايي، چې دغه افغان افسر یې هغه مهال ونیوه، چې د پاکستان خاورې ته ورواښت.
دوی وايي، دغه افغان صاحب منصب هېڅ ډول قانوني اسناد نه درلودل او په غیر قانوني ډول د پاکستان خاورې ته اوښتی و.
پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د پوځي چارواکو له قوله ویلي، چې دغه افغان سرتېری اوس د دوی په توقیف کې دی او تحقیقات ترې روان دي.
دغه چارواکو د نیول شوي افغان افسر نوم ذبیح الله ښودلی او وايي چې نوموړی د تورخم په بند کې نیولی او دا مهال یې د لنډي کوتل محبس ته لېږدولی دی.
د افغانستان دفاع وزارت تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
پاکستان دغه افغان افسر پر داسې مهال نیسي، چې هلته یې د افغانستان په خاوره په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۶ توغندي توغولي دي.
جمهور آژانس: کابل
کد مطلب: 49936
آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/49936/