د بې پیلوټه په برید کې دوه وسله وال ووژل شول

22 جوزا 1393 ساعت 8:19

چارواکي وايي، په کنړ ولایت کې ایساف ځواکونو بې پيلوټه الوتکې برید کړی او دوه تنه وسله وال طالبان یې وژلي دي.


چارواکي وايي، په کنړ ولایت کې ایساف ځواکونو بې پيلوټه الوتکې برید کړی او دوه تنه وسله وال طالبان یې وژلي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې که څه هم د برید مشخص ځای نه دی معلوم خو د کنړ امنیه قوماندان عبدالحبیب سیدخیلي وايي دغه برید د وسله والو طالبانو په یوه پتنځای شوی دی.
د هغه په خبره په دغه برید کې یوازې دوه وسله وال طالبان وژل شوی دي. تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ هم د ایساف بې پیلوټه الوتکې په خاص کنړ ولسوالۍ کې ۱۰ تنه وسله وال وژلي وو.
جمهور آژانس
معروف سادات:ننګرهار


کد مطلب: 51183

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/51183/

جمهور
  https://www.jomhornews.com