د امریکا دفاع وزیر د برېکډال سره د طالب بندیانو له تبادلې دفاع وکړه

22 جوزا 1393 ساعت 9:49

د امريکا دفاع وزير چېک هېګل د امريکايي پوځي بو بريګدال د خلاصون لپاره د طالب بنديانو د خوشي کېدو د معمالې دفاع وکړه او ویې ویل چې د ګوانتنامو له بنده قطر ته د بنديانو انتقال قانوني او د امريکا له لوړو ملي ګټو سره برابر و.


د امريکا دفاع وزير چېک هېګل د امريکايي پوځي بو بريګدال د خلاصون لپاره د طالب بنديانو د خوشي کېدو د معمالې دفاع وکړه او ویې ویل چې د ګوانتنامو له بنده قطر ته د بنديانو انتقال قانوني او د امريکا له لوړو ملي ګټو سره برابر و.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا دفاع وزیر چېک هېګل پرون کانګرېس ته وویل، چې ممکن دا به د بريګدال د خلاصون له په پاره تر ټولو ښه او وروستي چانس و.
د اسوشيتيد پريس خبري اژانس وايي، چک هېګل د ولسمشر اوباما د حکومت لومړنی چارواکی دی چې له ګوانتنامو زندانه د پنځو طالب مشرانو د خوشي کولو د قضیې په اړه ښکاره څرګندونې کوي.
نوموړي ده د امریکا د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته وويل، چې قطري چارواکو تر تبادلې څو ورځې مخکې خبرداری ورکړی و چې وخت زموږ په ګټه نه دی او د افشا کېدو په صورت کې معامله تخريبېدای شي.
د هغه په خبره چې د قطر د منځګړو له خبرداري داسط ښکارېده چې د بو برېګډال ژوند ته خطر مخ په زیاتېدو دی.
باید وویل شي بو بريګدال يوازني امريکايي پوځي و چې څلور کاله پخوا په پکتيکا ولايت کې وسله والو طالبانو ته په لاس ورغلي و.
نوموړی نېږدې دوه اونۍ وړاندې له ګوانتانامو زندانه د پنځو طالب مشرانو د خوشي کولو په بدل کې خوشی شو.
د طالب مشرانو له خوشي کېدو او د امریکا له دغه اقدام سره د امریکا متحده ایالاتو جمهوریت غوښتونکو ګوند او کانګرېس غړو کلکه نیوکه وکړه.
پخواني مرستیال ولسمشر ډیک چیني د اوباما دغه کار وغانده او د هغه دغه کار یې یو ناسم او کمزوری کار وباله.
جمهور آژانس: کابل


کد مطلب: 51197

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/51197/

جمهور
  https://www.jomhornews.com