دواب ولسوالي بېرته افغان ځواکونو ونیوله

8 سنبله 1393 ساعت 11:46

امنیتي چارواکي وايي افغان ځواکونو له درنې جګړې وروسته د نورستان ولایت دواب ولسوالۍ له وسله والو طالبانو ونیوله.


امنیتي چارواکي وايي افغان ځواکونو له درنې جګړې وروسته د نورستان ولایت دواب ولسوالۍ له وسله والو طالبانو ونیوله.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په ختیځ کې د لومړي سېلاب قول اردو څخه خپره شوې خبرپانه وايي، دغه ولسوالۍ تېره ورځ د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې.
خبرپاڼه وايي وروسته له هغه چې وسله والو طالبانو دغه ولسوالي ولکه کړه، ګډو ځواکونو یې پر وړاندې عملیات پیل کړل، چې له درنې جګړې وروسته یې په خپله ولکه کې راوسته.
سرچینه وايي افغان ځواکونو دغه ولسوالي شاوخوا یوه بجه له وسله والو ونیوله چې اوس مهال په کې چاڼیز عملیات دوام لري.
خبرپاڼه وايي په دواب ولسوالۍ د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۲۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
په دغه خبرپاڼه کې راغلي، چې په وژل شویو وسله والو طالبانو کې د هغوی دوه مشهور قوماندانان ملا نعمت الله او آغا محمد هم شامل دي.
د خبر پاڼې د معلوماتو پر اساس په دې جګړه کې دوه افغان سرتېري هم وژل شوي.
په ورته وخت کې وسله والو طالبانو پر دغه ولسوالۍ د برید پخلی کړی خو وایي افغان ځواکونو د ولسوالۍ د نیولو هڅه کوله خو پر شا تمبول شوي دي.
باید وویل شي چې دواب ولسوالي تېره اونۍ د وسله والو له خوا نیول شوې وه خو هغه مهال د نورستان والي حافظ عبدالقیوم دا خبره رد کړې وه.
جمهور آژانس
معروف سادات: ننګرهار


کد مطلب: 55185

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/55185/

جمهور
  https://www.jomhornews.com