پاکستاني پوځ په خوست کې د عام خلکو کورونه بمبار کړي

8 سنبله 1393 ساعت 14:43

رپوټونه وايي د پاکستان پوځي چورلکو د افغانستان په خوست ولایت کې د عام خلکو پر کورنو بمبار کړی او ۱۸ تنه یې ټپیان کړي.


رپوټونه وايي د پاکستان پوځي چورلکو د افغانستان په خوست ولایت کې د عام خلکو پر کورنو بمبار کړی او ۱۸ تنه یې ټپیان کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ د خوست ولایت ختیځ لور د لکڼو اړوند پولې ته څېرمه د شنکۍ په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د خوست په ملکي روغتون کې د ټپیانو د کورنیو غړو خبریالانو ته ویلي، چې د پاکستان پوځي چورلکې د جمعې په ورځ تر پوله را واوښتې او شنکۍ په سیمه کې یې د کوچیانو پر خیمو بمبار وکړ.
د دوی په خبره چې په دغه بمبار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸ تنه ټپیان شوي، چې ټول د خوست ولایت ملکي روغتون ته راوړل شوي دي.
د ټپیانو د کورنۍ غړي وايي په دغه ۱۸ تنو ټپیانو کې ۱۰ تنه مېرمنې اوه ماشومان او یو بل ځوان شامل دي.
هغوی زیاته کړې، چې پاکستاني پوځي چورلکو درې کورنه بمبار کړل، چې په ترڅ کې يې د کورونو الباسې، موټر او نور توکي هم سوځېدلي دي.
په خوست کې د ملکي روغتون مسؤولین ایي چې دوی ته په وروړل شویو ټپیانو کې د څلور تنو ماشومانو روغتیايي حالت نازک دی.
د خوست ولایت مقام مطبوعاتي دفتر دغه پېښه تايیدوي خو وايي چې دا لرې سیمه ده او تر اوسه نه ده معلومه چې برید تر پوله دې خوا ته شوی او که پورې غاړې ته.
دا په داسې حال کې ده، چې نن د افغانستان په ختیځ کنړ ولایت د پاکستان له لوري پنځه توغندي راغلي، خو چارواکي وايي مرګ ژوبله نه لري.
جمهور آژانس: خوست


کد مطلب: 55210

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/55210/

جمهور
  https://www.jomhornews.com