دفاع وزیر:

ملي اردو به هېڅلکه د افغان سیاستوالو تر تاثیر لاندې رانشي

22 سنبله 1393 ساعت 8:54

د افغانستان ملي دفاع وزیر وايي، چې ملي اردو به په ټاکنیزو او سیاسي مسایلو کې بې طرفه وي او هېڅکله به د افغان سیاستوال تر تاثیر لاندې رانشي.


د افغانستان ملي دفاع وزیر وايي، چې ملي اردو به په ټاکنیزو او سیاسي مسایلو کې بې طرفه وي او هېڅکله به د افغان سیاستوال تر تاثیر لاندې رانشي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي دفاع وزیر ستر جنرال بسم الله محمدي دغه څرګندونې تېره ورځ د ملي اردو د څه باندې ۲۰۰۰ افسرانو او سرتېرو د فراعت په مراسمو کې وکړې.
ښاغلي محمدي وویل چې ملي اردو د هېواد د امنیت او ساتنې دنده لري او هېڅکله به د افغانستان سیاسیون تر اغېز لاندې رانشي.
نوموړي وویل««په سیاسي مسایلو کې ستاسو اردو بې طرفه ده، په انتخاباتي مسایلوکې بې طرفه وه، او تل مو ټینګار کړی چې اردو په سیاست کې داخله نشي، د افغانستان ملي اردو همدارنګه د افغانستان د ملي نوامیسو ساتونکې پاتې کېږي.»
نوموړي د خپلو خبرو پر مهال د ولسمشرۍ له دواړو نوماندانو وغوښتل چې هرڅومره ژر کېدای شي یوې سیاسي جوړجاړي ته ورسیږي او په هیواد کې د بې ثباتۍ وضعیت پای ته ورسوي.
دفاع وزیر دغه ډاډ پر داسې مهال څرګندوني، چې لا هم پر ټاکنو د دواړو ټیمونو ترمنځ نانندرۍ روانې دي، چې دغه حالت خلک له خورا ستونزو سره مخ کړي.
د ټاکنیزو لانجو له امله د هېواد اقتصاد له رکود سره مخ دی، بې کاري اوج ته رسېدلې، امنیتي پېښې ورځ تر بلې زیاتېږي او دا هغه حالت دی، چې ولس وايي نور دوی ته د زغمولو وړ نه دی.
جمهور آژآنس: کابل


کد مطلب: 55849

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/55849/

جمهور
  https://www.jomhornews.com