د المپیک په اسیايي سیالیو کې افغانستان، نیپال ته ماته ورکړه

9 میزان 1393 ساعت 8:13

د المپیک اسیاسي سیالیو په لړ کې د افغانستان او نیپال هېوادونو تر منځ د کرکټ ۲۰ اوریزه سیالي تر سره شوه، چې د افغانستان A ټیم په ۸ منډو وګټله.


د المپیک اسیاسي سیالیو په لړ کې د افغانستان او نیپال هېوادونو تر منځ د کرکټ ۲۰ اوریزه سیالي تر سره شوه، چې د افغانستان A ټیم په ۸ منډو وګټله.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سیالي نن په جنوبي کوریا کې په لار اچول شوې وه، چې د لوبې پچه یا ټاس نیپال لوبډل مشر وګاټه او افغانستان ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
افغانستان په توپ وهنه پیل وکړ، چې د ۲۰ اورونو په پوره کېدو او ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۱۹ منډې وکړې او د نیپال ملي لوبډلې ته یې د ۱۲۰ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان له لوري په توپ وهنه کې شهزاد محمدي تر ټولو ښه وځلېده او ۳۴ توپونو یې ۴۲ منډې وکړې او درې شپږیزې یې ووهلې.
دغه را لوبډل مشر محمد نبي دوهم لوبغاړی و چې ۱۸ منډې یې وکړې خو نور لوبغاړي یو پر بل پسې ژر ژر وسوځېدل او د لوبې لومړی ایننګز پای ته ورسېد.
داسې فکر کېده چې لوبه د نیپال په ګټه ده او نیپالي لوبغاړي هم خوښ ښکارېد، چې افغان لوبډلې ونه شوای کولای لوی هدف ورکړي.
خو د افغان بالرانو یا توپ اچوونکو تېزو توپونو ته د نیپال لوبغاړي ټینګ نه شول او د سر لوبغاړي یې ژر ژر وسوځېدل.
نیپال لوبډلې د ۲۰ اورونو په پوره کېدو او د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ونه شوای کولای د افغانستان له خوا ورکړل شوی هدف پوره کړي او د ۱۱۱ منډو په جوړولو سره افغانستان ترې دغه لوبه د ۸ منډو په توپیر وګټله.
د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې فرید احمد خورا په زړه پورې لوبه وکړه، چې په څلور اورونو کې یې د ۱۷ منډو په ورکولو سره د نیپال لوبډلې څلور لوبغاړي وسوځول.
دغه راز یو لوبغاړی د سمیع الله شنواري له خوا وسوځول شو، او نورو لوبغاړو هم په اړه پورې اورونه تر سره کړل.
د المپیک په اسیاسي سیالیو کې دا د افغانستان لومړی بری دی، چې تر لاسه یې کړ.
جمهور آژآنس: کابل


کد مطلب: 56701

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/56701/

جمهور
  https://www.jomhornews.com