ننګرهار کې ۱۸ وسله وال وژل شوي

30 میزان 1393 ساعت 13:33

د ننګرهار امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې د ایساف د هوايي برید او عملیاتو پرمهال د ۱۸ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.


د ننګرهار امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې د ایساف د هوايي برید او عملیاتو پرمهال د ۱۸ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ایساف هوایي برید او د امنیتي ځواکونو عملیات د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې تر سره شوي دي.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي لومړی ایساف ځواکونو د خوګیاڼو ولسوالۍ د وزیرو او زاویه کلیو تر منځ د وسله والو طالبانو یو ډاټس موټر په نښه کړ.
د سرچینې د معلوماتو له مخې د ایساف په دغه برید کې په ډاټسن کې سپار پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
بل خوا خبرپاڼه وايي د همدې ولسوالۍ د وزیرو په سیمه کې نن سهار د سیمه ییزو پولیسو او وسله والو تر منځ نښته کې شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
خبرپاڼه دا هم وايي، چې په دې نښته کې یوه مېرمن وژل شوې او دوه سیمه ییز پولیس ټپیان شوي دي.
بل خوا خبرپاڼه زیاتوي، چې د اچین ولسوالۍ د مامندرې د چینه په ساح کې د ځانګړو ګډو ځواکونو په عملیاتو کې د وسله والو یو سرګروف خالد خنجري او یو عرب وګړی وژل شوي اوڅلور تنه نور یې ژوندي نیول شوي دي.
خبرپاڼه وايي په نیول شویو وسله والو کې دوه تنه پاکستاني وګړي هم شامل دي او دا مهال تر پوښتنې ګروېږنې روانې دي.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژآنس
معروف سادات: ننګرهار


کد مطلب: 57536

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/57536/

جمهور
  https://www.jomhornews.com