سیګار:

د امریکا پوځ افغانستان کې د وسله والو له پلویانو سره د قراردادونو له کولو لاس نه اخلي

10 عقرب 1393 ساعت 8:13

د افغانستان د بیارغونې له پاره د امریکا د څار دفتر یا سیګار له خوا تازه خپور شوی راپور وايي، چې د امریکا پوځ د افغانستان د حکومت د وسله والو مخالفانو له پلویانو سره د قراردادونو له کولو لاس نه اخلي.


د افغانستان د بیارغونې له پاره د امریکا د څار دفتر یا سیګار له خوا تازه خپور شوی راپور وايي، چې د امریکا پوځ د افغانستان د حکومت د وسله والو مخالفانو له پلویانو سره د قراردادونو له کولو لاس نه اخلي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې د سرمفتش دفتر کړې دي.
دغه دفتر ویلي، چې د امریکا د پوځ دا کار غیر قانوني او د متحدو ایالتونو د ملي امنیتي ګټو لپاره خطرناک دی ځکه چې له دې لارې د یاغیانو لاس ته ډېرې پیسې په لاس ورځي.
د سرپلټونکي یا سیګار په راپور کې ویل شوي چې د امریکا پوځ له هغو افغانانو سره چې په دې پېژندل شوي چې د یاغیانو ملاتړ کوي د معاملو د بس کولو په باب ګڼې غوښتنې رد کړي دي.
په دغه راپور کې ویل شوي چې د دغو افغانانو په اړه پټه معلومات ترلاسه شوي دي خو په راپور کې د قراردادونو د څرنګوالي او یا د کوم ځانګړي قرارداد یادونه نه ده شوې.
سیګار یا په افغانستان کې د امریکا د مرستو د څارنې لپاره د سرپلټونکي دفتر تر دې مخکې په افغانستان کې د امریکا د ملیاردونو ډالرو د ضایع کېدو په اړه راپورونه خپاره کړي دي.
جمهور آژآنس:کابل


کد مطلب: 57857

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/57857/

جمهور
  https://www.jomhornews.com