یوه ځوان د خپلې کورنۍ ۴ غړي وژلي

10 عقرب 1393 ساعت 12:38

چارواکي وايي په اروزګان ولایت کې یو ځوان د خپلې کورنۍ څلور تنه غړي په ډزو وژلي دي.


چارواکي وايي په اروزګان ولایت کې یو ځوان د خپلې کورنۍ څلور تنه غړي په ډزو وژلي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېر مازیګر د اروزګان ولایت د مرکز ترینکوټ ښار اړوند د ده یک په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د اروزګان سرپرست والي امان الله تېموري وایي، دغه ځوان د کورنۍ شخړې له امله د خپلې کورنۍ څلور غړي وژلي دي.
بل خوا د ترینکوټ د لومړۍ امنیتي حوزې امر ګل آغا هم وايي، چې پېښه د کورنۍ شخړې له امله رامنځ ته شوې ده.
د نوموړي په وینا چې د دغه ځوان پلار خپل زامن د روغې جوړې له پاره راغوښتي وو، چې پر دې مهال یوه ورور ډزې کړې، خپل پلار، او درې وروڼه یې وژلي دي.
دا لومړی ځل نه دی، چې په اروزګان کې دغه ډول پېښه رامنځ ته کېږي، بلکې څه موده وړاندې هم په دغه ولایت کې یو تن د خپلې کورنۍ ۷ غړو ته مرګ ژوبله اړولې وه.
جمهور آژآنس: ارزوګان


کد مطلب: 57886

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/57886/

جمهور
  https://www.jomhornews.com