ولسمشر د امنیتي تړونونو په اړه د ولسي جرګې د پرېکړې هرکلی وکړ

2 قوس 1393 ساعت 12:38

ولسمشر محمد اشرف غني د ولسي جرګې له خوا د افغانستان، امریکا او افغانستان او ناټو تر منځ د امنیتي تړونونو د تائيد هرکلی وکړ.


ولسمشر محمد اشرف غني د ولسي جرګې له خوا د افغانستان، امریکا او افغانستان او ناټو تر منځ د امنیتي تړونونو د تائيد هرکلی وکړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې له ناټو او امریکا سره د افغانستان امنیتي تړونونه څه موده وړاندې ولسي جرګې ته د تصویب له پاره لېږل شوي وو.
ولسي جرګې نن د یوې فوق العاده غونډې په ترڅ کې دغه دواړه تړونونه د رایو په اکثریت سره تائید کړل.
ولسمشر غني د ولسي جرګې د دې تائید هرکلی کړی او پر مشرانو جرګه یې هم غږ کړی، چې د دغه تړونونو له پاره ورته اقدام وکړي.
له ولسمشرۍ ماڼې نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ولسمشر غني د افغانستان ـ امریکا او افغانستان ـ ناټو ترمنځ د امنیتي تړونونو تائیدول د افغانستان د ملي حاکمیت د ټینګښت لپاره یو ښه اقدام بولي.
خبرپانه د ولسمشر له قوله وايي،چې د دغو تړونونو له مخې به د افغانستان امنیتي ځواکونه د خپل هېواد د ټولو امنیتي چارو بشپړ کنټرول په خپل لاس کې ولري او همدا راز دغه ځواکونه به لا پیاوړي او سمبال سي.
باید وویل شي، چې له امريکا او ناټو سره د افغانستان امنيتي تړون د ولسمشر غني د لوړي د مراسمو څخه څلرويشت ساعته وروسته لاس ليک شو.
جمهور آژآنس: کابل


کد مطلب: 58828

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/58828/

جمهور
  https://www.jomhornews.com