کوټه کې لاریون کوونکي:

د پېښور د برید ذمه واري د آی اېس آی پر غاړه ده

27 قوس 1393 ساعت 10:18

لاریون کوونکو په خپلو شعارونو کې د پاکستان د استخباراتي ادارې ضد شعارونه ورکول او ویل یې چې د پېښور د برید پړه د پاکستان د څارګرې ادارې آی اېس آی پر غاړه ده.


په خیبر پښتونخوا کې پر یوه پوځي ښوونځي د شوي برید په ترڅ کې د بلوچستان ایالت په کوټه کې د زده کوونکو ټولنې یا سټوډنټس ارګنایزېشن له خوا یو پراخ لاریون وشو.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه لاریون چې تېره ورځ په کوټه کې پر لار اچول شوی وو سلګونو کسانو په کې ګډون درلود او د ترهګرۍ خلاف شعارونه یې ورکول.
لاریون کوونکو چې ویډیو یې پر فسبوک هم خپره شوې په خپلو شعارونو کې په پېښور کې پر پوځي ښوونځي برید په کلکو ټکو غانده او د ترهګرو پر وړاندې یې له توپیره پرته مبارزې غوښتنه کوله.
لاریون کوونکو په خپلو شعارونو کې د پاکستان د استخباراتي ادارې ضد شعارونه ورکول او ویل یې چې د پېښور د برید پړه د پاکستان د څارګرې ادارې آی اېس آی پر غاړه ده.
دوی په خپلو شعارونو کې ویل، چې آی اېس آی دا ۶۵ کاله د پښتون په خاوره کې دا پالیسي جاري ساتلې او غواړي په دې ډول خپلې شومې موخې تر لاسه کړي. 
لاریون کوونکو ویل، چې په پاکستان کې د پښتون ضد پالیسي روانه ده او په لوی لاس هڅه کېږي، چې د دې سیمې خلک له زده کړو او تعلیم څخه لرې وساتي.
دوی چې په خپلو شعارونو کې دهشت ګردي مرده باد نارې وهلې ویل چې دلته پښتون ته واک نه ورکول کېږي، له تعلیمه لرې ساتل کېږي او په تېرو څو کلونو کې د همدې غلطو پالیسو له امله زرګونه ښوونځي له منځه وړل شوي دي. 
لاریون والو د خپلو خبرو په پای کې وغوښتل چې د ښو او بدو ترهګرو تر منځ توپیر ونه کړای شي او له یوې مخې د ټولو پر ضد جدي اقدامات وشي.
باید وویل شي، چې درې ورځې وړاندې د خیبرپښتونخوا په پېښور کې پر یوه پوځي ښوونځي«ارمي پبلېک سکول» باندې دلیز ځانمرګی وسله وال برید وشو، چې لږ تر لږه ۱۴۱ تنه زده کوونکي او ښوونکي په کې ووژل شول او ۱۲۶ تنه نور په کې ټپيان شول.
دغه برید په نړیواله کچه وغندل شو او یو غیر انساني او اسلامي عمل وبلل شو.
د دغه برید مسؤولیت پاکستاني طالبانو پر غاړه اخستی او ویلي یې دي، چې یاد برید یې د شمالي وزیرستان د عملیاتو په بدل کې کړی، کوم چې پاکستاني پوځیانو په کې ۵۰۰ طالبان وژلي دي.
جمهور آژآنس: کابل


کد مطلب: 59814

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/59814/

جمهور
  https://www.jomhornews.com