یو ماشوم د وسله والو له منګولو وژغورل شو

27 قوس 1393 ساعت 10:26

د ننګرهار د ملي امنیت ریاست وایي، هغه ماشوم یې د وسله والو طالبانو له منګولو ژوغورلی چې هغوی غوښتل پرې ځانمرګی برید تر سره کړي.


د ننګرهار د ملي امنیت ریاست وایي، هغه ماشوم یې د وسله والو طالبانو له منګولو ژوغورلی چې هغوی غوښتل پرې ځانمرګی برید تر سره کړي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ننګرهار د ملي امنیت ریاست له لوري خپره شوې خبرپانه وايي، دغه ماشوم یې تېره ورځ د وسله والو له منګولو راخلاص کړی دی.
په خبرپانه کې راغلي، دغه ماشوم چې نعمت الله نومېږي او د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی دی څو ورځې وړاندې د وسله والو له خوا برمته شوی وو.
په خبر پانه کې راغلي، چې نعمت الله د خپل یوه ټولګیوال له خوا وسله والو طالبانو ته سپارل شوی وو، او وسله والو کنړ ولایت ته لېږدولی وو.
سرچینې زیاته کړې، چې وسله والو مخالفینو دغه ماشوم ۱۴ ورځې له ځان سره ساتلی وو او ورته یې دنده سپارلې وه تر څو په دولتي منسوبینو ځانمرګی برید وکړي.
خو په وینا یې د ملي امنیت د منسوبینو د هلو ځلو په نتیجه کې دغه ماشوم د وسله والو له منګولو راخلاص او په جلال آباد ښار کې خپلې کورنۍ ته وسپاره.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار


کد مطلب: 59815

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/59815/

جمهور
  https://www.jomhornews.com