سرتاج عزيز:

د پېښور برید د لوبې بدلوونکی ښکاري

29 قوس 1393 ساعت 7:41

د پاکستاني د ملي امنیت او بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز وايي، د پېښور په یوه ښوونځي د وسله والو برید د سپټمبر پېښې ته ورته وو، او دا برید ښايي د لوبې بدلوونکي ثابت شي.


د پاکستاني د ملي امنیت او بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز وايي، د پېښور په یوه ښوونځي د وسله والو برید د سپټمبر پېښې ته ورته وو، او دا برید ښايي د لوبې بدلوونکي ثابت شي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د پاکستان د لومړي وزیر امنیتي سلاکار زیاته کړه، چې په پېښور کې پر ښوونځي برید د ولس غوسه راپارولې ده.
سرتاج عزيز فرانسپريس خبري اژانس ته ویلي، دا بريد د پاکستان په تاريخ کې سارى نه لري او په خبره يې چې دې بريد په پاکستان کې د ترورېزم ضد جګړې په اړه د پاکستاني ولس فکر بدل کړ.
نوموړي زیاته کړې، «لکه څنګه چې د ٢٠٠١م کال د سپتمبر په ١١مه نېټه په امريکا کې د ترهګرو بريد امريکا بدله کړه؛ همداشان په پېښور کې د روانې مياشت په ١٦مه نېټه وسله وال بريد زموږ لپاره همغه حيثيت لري؛ لکه څنګه چې يې د امريکا لپاره د ٢٠٠١ کال بريد لري.»
سرتاج عزیز زیاته کړې نور هغه فکر چې پر پاکستان د ترهګرۍ سره د مبارزې په وړاندې کېده او ویل کېدل چې پاکستان په دغه مبارزه کې دوه مخۍ سیاست لوبوي پای ته رسېدلی او دغه برید به د لوبې مخه واړوي.
هغه ویلي:« ځينو ترورېستي ډلو پر ضد عمليات کول او د ځينو پر ضد نه کول؛ اوس دا توپير نزدې له منځه تللى دى. موږ پر دې پوهېدلي يوو چې دا ډلې بيا وروسته د يو بل مرسته کوي او که چيرې په دوى کې توپير وکړل شي؛ نو په اصل کې دوى ته وخت ورکول کېږي چې بيا وروسته په راتلونکي کې ستونزې رامنځته کوي.»
سرتاج عزيز دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د پاکستان صدراعظم نواز شريف هم څو ورځې وړاندې د دې هېواد د سياسي ګوندونو يوه ټول ګونديز کنفرانس ته د وينا پر مهال ویلي وو چې اوس به د ښو او بدو طالبانو له توپير پرته د هغو ټولو ترهګرو پر ضد عمليات کېږي چې په سيمه کې مېشت دي او ترهګريز پلانونه طرح کوي.
جمهورآژآنس:کابل


کد مطلب: 59841

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/59841/

جمهور
  https://www.jomhornews.com