>> جمهور - د پاکستان پوځ د ۸۹ وسله والو د وژلو ادعا وکړه - نسخه قابل چاپ

د پاکستان پوځ د ۸۹ وسله والو د وژلو ادعا وکړه

29 قوس 1393 ساعت 8:09

پاکستان وايي چې د ځمکنیو او هوايي عملیاتو په ترڅ کې یې په قبایلي سیمه کې ۸۹ تنه وسله وال طالبان وژلي دي.


پاکستان وايي چې د ځمکنیو او هوايي عملیاتو په ترڅ کې یې په قبایلي سیمه کې ۸۹ تنه وسله وال طالبان وژلي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د پاکستان پوځ ویلي، دغه وسله وال یې د پېښور د سې شنبې د ورځې د حملې په ځواب کې وژلي دي.
د پاکستان پوځ وايي چې په تېرو دوو ورځو کې یې په خیبر ایجنسۍ کې د وسله والو طالبانو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي او ورسره په یووخت حکومت د شپږو تروریستانو د اعدام سزا لاسلیک او تایید کړې ده.
د پاکستان پوځ وايي چې ۳۲ تنه یې په خیبر ایجنسۍ کې هغه مهال و وژل چې غوښتل یې افغانستان ته واوړي.
د پوځ په ادعا دا کسان د خیبر ایجسنۍ په اورمګۍ او سپوکوټ سیمه کې له امنیتي ځواکونو سره د د ډزو په تبادله کې ووژل شو.
پوځ وايي چې د پېښور د سې شنبې د ورځې د حملې په ځواب کې یې په خیبر ایجنسۍ کې عملیات تېز کړي او تر اوسه پوري یې ټولټال ۶۷ تنه وژلي دي.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژآنس: کابل


کد مطلب: 59849

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/59849/

جمهور
  https://www.jomhornews.com