حمید ګل:

د پېښور په برید کې هند لاس لري

29 قوس 1393 ساعت 8:41

د پاکستان د پوځ د استخباراتي ادرې آی ایس آی پخواني مشر متقاعد جنرال حمید ګل د پاکستان یوه خصوصي تلویزیون ته وویل چې د پېښور په حمله کې هند لاس لري.


د پاکستان د پوځ د استخباراتي ادرې آی ایس آی پخواني مشر متقاعد جنرال حمید ګل د پاکستان یوه خصوصي تلویزیون ته وویل چې د پېښور په حمله کې هند لاس لري.
د جمهور آژانس د خبر له مخې حمید ګل ویلي، چې د هند صدراعظم نیندرا مودي او د دغه هیواد د استخباراتي ادارې پخواني مشر ویلي و چې پاکستان به په غم ککړوي، د دوی دا خبره ثبت شوې ده.
حمید ګل وویل چې هند د دې لپاره د پېښور د پوځ ښوونځی غوره کړ چ هلته د پوځیانو ماشومانو درس وایه او د دې کار هدف دا و چې په پوځي عملیاتو کې د بوختو پوځیانو روحیه کمزورې شي.
باید وویل شي، چې د خیبرپښتونخوا په پېښور کې پر یوه پوځي ښوونځي برید کې لږ تر لږه ۲۵۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته، چې دېری یې زده کوونکي وو.
د دغه برید مسؤولیت پاکستاني طالبانو پر غاړه واخست او د ورته نورو بریدونو ګواښ یې هم کوی او ویلي یې دي، که پوځ په شمالي وزیرستان کې طالب وژنه ونه دروي دوی به داسې نور بریدونه هم وکړي. 
حمید ګل دا خبرې پر داسې مهال کوي، چې د هند مشر نرېندرا مودي په ګډون د نړۍ ګڼو مشرانو دغه برید په کلکو ټکو وغانده او دا یې یو غیر انساني عمل وباله.
جمهور آژآنس: کابل


کد مطلب: 59856

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/59856/

جمهور
  https://www.jomhornews.com