ګروباچوف:

امریکا په نړۍ کې د ژاندارم رول خپل کړی

30 قوس 1393 ساعت 8:37

ده زياته کړه چې تر ټولو خطرناکه دا ده چې امريکا غواړي په نړۍ کې خپله امپراتوري جوړه کړي او لوبه يې د خپلو اصولو پر بنسټ پيل کړې چې باید د نړۍ نور لوی هېوادونه لکه روسيه، چين او نور يې مخنيوی وکړي.


 د پخواني شوروي اتحاد وروستي ولسمشر ميخايل ګورباچوف وايي،چې امريکا په نړۍ کې د ژاندارم رول خپل کړی او بايد د دغه کړنو مخنيوی يې وشي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ګورباچوف دغه څرګندونې د روسي ژبې ورځپاڼې «پراودا» سره په مرکه کې کړې دي.
نوموړي خبردارۍ ورکړی، چې امريکا له روسيې سره بیا سړه جګړه پيل کړې او دغه سياست په نړۍ کې ډېر ټکرونه رامنځته کړي دي.
ده همداراز نيوکه وکړه چې امريکا غواړي د ختيځ پر لور پراختيا ومومي او د نړۍ داسې سيمې نشته، چې هلته دې امريکا، پوځي اډې ونلري.
ده زياته کړه چې تر ټولو خطرناکه دا ده چې امريکا غواړي په نړۍ کې خپله امپراتوري جوړه کړي او لوبه يې د خپلو اصولو پر بنسټ پيل کړې چې باید د نړۍ نور لوی هېوادونه لکه روسيه، چين او نور يې مخنيوی وکړي.
ګورباچوف زیاته کړې، چې امريکا او روسيه بايد د اتمي وسلو د له منځه وړلو لپاره کار وکړي، ځکه دا ډېر وژونکي دي.
د ده په وينا د روسيې يو «ساتانای» ډوله توغندی، د چرنوبيل د پېښې سل برابره ځواک لري.
ګورباچوف زياته کړه چې بايد ډېر پام وکړو او هوښيار واوسو چې دغه وسلې د ترهګرو په لاسونو کې و نه لويږي.
جمهور آژانس: کابل


کد مطلب: 59905

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/59905/

جمهور
  https://www.jomhornews.com