ننګرهار کې چاودنې د ملي اردو یو سرتېری وواژه

30 قوس 1393 ساعت 11:01

چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د ملي اردو په موټر د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې یو سرتېری ووژل شو.


چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د ملي اردو په موټر د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې یو سرتېری ووژل شو.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه چاودنه نن سهار د جلال آباد- تورخم تر منځ پر لویه لار قول اردو ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.
د ننګرهار له مطبوعاتي دفتره وايي، ملي اردو رنجر موټر له یادې سمې د تېردو په حال کې وه، چې چاودنه رامنځ ته شوې.
د سرچینې د معلوماتو له مخې په دغه چاودنه کې یو سرتېری وژل شوی او یو ولسي وګړی ټپي شوی دی. 
خو بل پلو دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د جلال آباد په چاودنه کې یو سرتېری وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
خبرپاڼې دا هم ویلي، چې چاودنه د سړک د غاړې خښ شوي ماین له امله رامنځ ته شوې ده.
تر اوسه چا د چاودنې مسؤولیت پر غاړه نه دی اخستی.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار


کد مطلب: 59911

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/59911/

جمهور
  https://www.jomhornews.com