ننګرهار کې چاودنې یوه ماشومه نجلۍ و وژله

9 دلو 1393 ساعت 8:50

چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د سړک د غاړې په یوه چاودنه کې یوه ماشومه نجلۍ و وژل شوه.


چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د سړک د غاړې په یوه چاودنه کې یوه ماشومه نجلۍ و وژل شوه.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه چاودنه نن سهار ۷:۳۰ بجې د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار کې رامنځ ته شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیا عبدالزی وايي، چاوېدونکي توکي په جلال آباد کې د افغان ترک لېسې ته نېږدې د سړک د غاړې ځای پر ځای شوي وو.
نوموړي وویل چې د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله یوه ماشومه نجلۍ چې له سیمې د تېرېدو په حال کې وه وژل شوې، خو نور زیان نه لري.
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا په ننګرهار ولایت کې چاودنې او بریدونه زیات شوي دي.
وړمه ورځ په بټي کوټ ولسوالۍ کې یو قومي مشر له خپل ورور سره یو ځای د وسله والو کسانو په ډزو وژل شوی وو.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار


کد مطلب: 61537

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/61537/

جمهور
  https://www.jomhornews.com