امریکا وايي د افغانستان لپاره پوځي بودیجه به نوره پټه ساتل کېږي

11 دلو 1393 ساعت 14:19

د امريکا دفاع وزارت ويلي، چې د امنيتي دلايلو له مخې به له دې وروسته په افغانستان کې د امريکا پوځي بوديجه پټه ساتل کيږي او عام ولس ته به نه په ډاګه کيږي.


د امريکا دفاع وزارت ويلي، چې د امنيتي دلايلو له مخې به له دې وروسته په افغانستان کې د امريکا پوځي بوديجه پټه ساتل کيږي او عام ولس ته به نه په ډاګه کيږي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د بوديجې د نه اعلان سره به د امريکا خلک اوس د پوهيدلو هغه قانوني حق هم له لاسه ورکړي، چې د دوی لخوا ورکړل شوي چې ماليې د کومو موخو لپاره کارول کېږي.
د امريکا دولت د رسمي احصاييو له مخې، په تيرو ۶ کلونو کې دغه هېواد په افغانستان کې تر ۶۵ ميلياردو ډالرو زيات د پوځي موخو لپاره لګولي دې.
که څه هم امريکا د بوديجې کسر لري او په اروپا کې يو شمېر پوځي اډې له دې امله بندوي، چې سپما رامنځته کړي، خو ښکاري په افغانستان کې د لګښتونه کچه نوره هم لوړېږي، چې له عام ولس نه پټه ساتل کيږي.
جمهور آژآنس: کابل


کد مطلب: 61592

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/61592/

جمهور
  https://www.jomhornews.com