اسراییل د یهودانو لپاره ۴۵۰ نوي کورونه جوړوي

12 دلو 1393 ساعت 8:32

اسرائیلو اعلان کړی دی، چې د د یهودانو له پاره به ۴۵۰ نوي د استوګنې کورونه جوړ کړي.


اسرائیلو اعلان کړی دی، چې د د یهودانو له پاره به ۴۵۰ نوي د استوګنې کورونه جوړ کړي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې په هغه اعلان کې چې د دې کورونو د جوړېدو لپاره خپره شوې راغلي، چې د دغه کورنو جوړولو له پاره د الخلیل ښار ته نژدې سیمې او د بیت المقدس یو شمیر حساسې سیمې غوره شوې دي.
په ورته وخت کې د فلسطین د ازادي بخښونکي غورځنګ یوه جګپوړې چارواکې حنان عشراوي دا د اسرائیلو ښکاره تېری بللی دی.
نوموړي ویلي اسرائیلو یو ځل بیا د فلسطنیانو پر ژوند، حقونو او خاوره د اسراییل د انتخاباتي کمپاین په خاطر تیری کیږي.
په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اسراییل پر دې پلان اعتراض کړی دی او ویلي یې دي، چې د یهوادنو د مېشت ځایونو جوړېدل غیر قانوني او د دوو دولتونو د جوړېدو له پلان سره په ټکر کې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې جین ساکي ویلي، چې د دې میشت ځایونو د جوړیدو اعلان سخت اندیښمن کړي یوو.
جمهور آژآنس: کابل


کد مطلب: 61607

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/61607/

جمهور
  https://www.jomhornews.com