د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د بشر د حقوقو د څار سازمان هغه راپور تایید کړی، چې په کې افغان پولیس په ناوړه چلند او له بشري حقونو په سرغړاوي تورن شوي وو.
ځینې پولیس له بشري حقونو سرغړاوی کوي
12 دلو 1393 ساعت 8:47
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د بشر د حقوقو د څار سازمان هغه راپور تایید کړی، چې په کې افغان پولیس په ناوړه چلند او له بشري حقونو په سرغړاوي تورن شوي وو.
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د بشر د حقوقو د څار سازمان هغه راپور تایید کړی، چې په کې افغان پولیس په ناوړه چلند او له بشري حقونو په سرغړاوي تورن شوي وو.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د بشر د حقونو د څار سازمان د ۲۰۱۴ کال په کاري راپور کې لیکلي دي، چې په افغانستان کې اوس د پولیسو د سرغړونو په وړاندې معافیت په یو دود بدل شوی دی.
په راپور کې ویل شوی، چې د افغانستان په یو شمېر سیمو کې سیمه ییزو پولیسو سم چلند نه لري او دوی د بشري حقونو څخه لویې لویې سرغړونې کوي.
د بشر د حقونو د څار سازمان په دغه راپور کې له افغان حکومته غوښتي چې د بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي؛ د قربانیانو لپاره د عدالت د تامینولو او په دغه هیواد کې د بنسټونو د خپلواکۍ د خوندیتوب لپاره هڅې وکړي.
د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون د بشر د حقونو د څار د سازمان دغه راپور تاید کړی دی.
د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون د هغو حکومتي مسوولینو په اړه چې له خپل موقف څخه ناسمه استفاده کوي اندېښنه ښودلې ده.
د دغه کمیسیون ویاند رفیع الله بیدار رسنیو ته ویلي، چې له دوی سره هم داسې موارد شته چې په افغانستان کې د ملي او سیمه ییزو پولیسو ناسم چلند په ګوته کوي.
ښاغلی بیدار وايي، حکومتي مسوولین چې سرغړونه کوي باید په جدي ډول د عدلي او قضايي تعقیب لاندې ونیول شي.
خو کورنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژآنس: کابل
کد مطلب: 61609
آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/61609/