هلمند کې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي

12 دلو 1393 ساعت 10:23

چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د افغان پوځ د عملیاتو پر مهال ۱۹ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د افغان پوځ د عملیاتو پر مهال ۱۹ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې افغان پوځ دغه عملیات تېره ورځ د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې تر سره کړي دي.
د افغان پوځ له خوا خپره شوې خبرپاڼه وايي، په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو ځواکونو د دغه ولایت د سنګین ولسوالۍ په شکر شېله سیمه کې عملیات کړي، چې پر مهال یې ۱۳ وسله وال طالبان وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه کسان د ملاشریف، ملا مشر او ملاګي ډلو پورې اوړند وسله وال جنګیالي وو.

له بلي خوا په همدي خبرپاڼه کې راغلي دي چې د هلمند په بېلا بېلو سيمو کې د پوځيانو له لوري ٣٠ کړۍ ماينونه کشف او له منځه وړل شوي دي.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژآنس: هلمند


کد مطلب: 61613

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/61613/

جمهور
  https://www.jomhornews.com