ملي امنیت کابل کې د طالبانو مشهور قوماندان نیولی

11 حمل 1394 ساعت 13:34

د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي، چې منسوبینو یې په کابل ښار کې د وسله والو طالبانو یو مشهور قوماندان نیولی دی.


د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي، چې منسوبینو یې په کابل ښار کې د وسله والو طالبانو یو مشهور قوماندان نیولی دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ملي امنیت وايي دغه طالب قوماندان یې د کابل ښار د پنځمې ناحیې په سیمه کې نیولي خو د نیول کېدو نېټه یې نه ده په ګوته کړې.
د ملي امنیت له خوا نن خپره شوې خبرپاڼه وايي، دغه طالب قوماندان حمیدالله نومېږي، چې په ضابط حمید باندې مشور دی.
سرچینه زیاتوي، چې ملي امنیت ځواکونو قوماندان ضابط حمید د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې نیولی دی.
خبرپاڼه وايي، ضابط حمید غوښتل په کابل بهرني اتباع ترور کړي چې په خپل جرم یې اعتراف هم کړی دی.
دغه ریاست وايي، چې نوموړي له دې مخکې په غزني، پکتیکا او کابل ولایتونو په ګڼشمیر ورانکارو فعالیتونو کې برخه اخیستې وه.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
جمهور آژآنس: کابل


کد مطلب: 63940

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/63940/

جمهور
  https://www.jomhornews.com