په کندهار پوهنتون کې چاودنه وشوه

11 حمل 1394 ساعت 13:54

چارواکي وايي، په کندهار پوهنتون کې چاودنه وشوه، چې چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو سرچینې وايي، په دغه چاودنه کې یو تن ټپي شوی دی.


چارواکي وايي، په کندهار پوهنتون کې چاودنه وشوه، چې چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو سرچینې وايي، په دغه چاودنه کې یو تن ټپي شوی دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه چاودنه نن له غرمې مخکې د کندهار پوهنتون د ننه د کرنې او مالدارۍ پوځنۍ دروازې ته نېږدې شوې ده.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وايي، چاودنه د مقناطسي ماین له امله رامنځ ته شوې، خو چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
نوموړی زیاتوي، چې د پېښې په اړه جدي پلټنې پیل شوې خو تر اوسه یې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.
خو بل پلو باوري سرچینې وايي، چې په دې پېښه کې د سره صلیب یو کارکوونکی چې پوهنځۍ ته د کوم کار له پاره ورغلی و، ټپي شوی دی.
تر اوسه د چاودنې مسؤولیت هم چا پر غاړه نه دی اخستی.
په کندهار پوهنتون کې دغه چاودنه پر داسې مهال رامنځ ته کېږي، چې څو میاشتې وړاندې په همدې پوهنتون کې د کندهار مرستیال والي عبدالقدیم پتیال د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا په خپل ټولګي کې په ډزو وژل شوی وو.
جمهور آژآنس: کندهار


کد مطلب: 63942

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/63942/

جمهور
  https://www.jomhornews.com