زابل کې ترافیکي پېښې ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

5 ثور 1394 ساعت 14:22

ترافیک چارواکي وايي، په زابل ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.


ترافیک چارواکي وايي، په زابل ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن ماسپښین یوه نیمه بجه د زابل ولایت د ښار صفا ولسوالۍ د جلدک سیمې په پل سوخته سیمه کې رامنځ ته شوې.
د زابل ترافیک چارواکي وايي، چې پېښه د یوه باروونکي او یو ټونس موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.
د زابل د ترافیکو عمومي مدیر عبدالحمید وايي، په دغه پېښه کې دوه تنه وژل شوي او څوارلس تنه نور ټپیان شوي دي.
د پېښې ټپيان روغتون ته وړل شوي او د ترافیکو مدیر زیاتوي، چې په دې اړه پلټنې پیل شوې، چې ګرم لوری معلوم شي.
په زابل کې دغه ولسي وګړو ته په داسې مهال مرګ ژوبله اوړي، چې تېره ورځ په لغمان کې هم یو توغندی په یوه کور لګېدلی، چې له امله یې د یادې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
جمهورآژآنس:زابل


کد مطلب: 65092

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/65092/

جمهور
  https://www.jomhornews.com