احمدضیا مسعود له یوه راکیټي برید روغ ووت

7 ثور 1394 ساعت 15:09

د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر محمد اشرف غني ځانګړی استازی احمدضیا مسعود له یوه راکیټي بریده روغ و وت.


د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر محمد اشرف غني ځانګړی استازی احمدضیا مسعود له یوه راکیټي بریده روغ و وت.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې امنیتي چارواکي وايي، په ښاغلي مسعود باندې دغه حمله نن د بدخشان ولایت په بارک ولسوالۍ کې شوې ده.
په بدخشان کې د ۲۰۹ شاهین قل اردو رییس ارکان جنرال غلام حیدر حیدر وايي، ښاغلي مسعود د دغه ولایت د امنیتي وضعې د جاج اخستلو له پاره تللی وو، چې له لرې د توغندي برید پرې وشو.
نوموړی وايي، احمدضیا مسعود له بریده روغ وتلی او نور چا ته هم په کې زیان نه دی اوښتی.
تر اوسه د برید مسؤولیت هم چا پر غاړه نه دی اخستی.
جمهورآژآنس:کابل


کد مطلب: 65186

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/65186/

جمهور
  https://www.jomhornews.com