چاودنې دوو ماشومانو ته مرګ ژوبله واړول

16 ثور 1394 ساعت 13:34

چارواکي وايي، په میدان وردګو ولایت کې د یوې ماین چاودنې له امله دوه ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


چارواکي وايي، په میدان وردګو ولایت کې د یوې ماین چاودنې له امله دوه ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه چاودنه تېره شپه د میدان وردګ ولایت د جلریز ولسوالۍ په ټکانه سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د میدان وردګو له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، د دور محمد او مجتبی په نومونو دوه تنکیو ماشومانو د پرسونل ضد ماین سره لوبې کولې چې چاودنه پرې شوې.
سرچینه زیاتوي، چې په چاودنه کې ۱۱ کلن دور محمد وژل شوی او ۷ کلن مجتبی ټپي شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار په غزني ولایت کې هم د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې دوه ولسي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
جمهورآژآنس:میدان وردګ


کد مطلب: 65510

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/65510/

جمهور
  https://www.jomhornews.com