هلمند کې ۲۶ افغان سرتېري وژل شوي

5 جوزا 1394 ساعت 8:36

امنیتي چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې له وسله والو طالبانو سره په یوه جګړه کې ۲۶ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.


امنیتي چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې له وسله والو طالبانو سره په یوه جګړه کې ۲۶ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې چارواکي وايي وسله والو تېره ورځ سهار د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو برید وکړ، چې سخته نښته رامنځ ته شوه.
د نوزاد ولسوالۍ امنیه قوماندان نفس خان وايي، په دغه جګړه کې ګڼ شمېر وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېره یې ونه ښوده.
نوموړی زیاتوي، چې په جګړه کې ۱۹ پولیس او ۷ تنه د افغان پوځ سرتېري هم وژل شوي دي.
نفس خان خبریالانو ته وویل چې وسله والو طالبانو د پولیسو پر څو پوستو بریدونه وکړل، د پولیسو یوه اډه یې ونیوله، د هغو موټرونه او وسلې یې ونیولې او دې ولسوالۍ ته غځېدلې لار یې بنده کړه.
د نوازد ولسوال او امنیه قوماندان له مرکزي حکومته د عاجلې مرستې غوښتنه کړې، تر څو په یاده ولسوالۍ کې د وسله والو مخه ونیسي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې دوه ورځې وړاندې د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې هم د وسله والو په یوه برید کې ۱۰ پولیس وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي وو.
جمهور آژآنس:هلمند


کد مطلب: 66265

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/66265/

جمهور
  https://www.jomhornews.com