عابدي د ملي امنیت مرستیال او سیدظفر هاشمي د ولسمشر مرستیال ویاند وګومارل شول

7 جوزا 1394 ساعت 8:20

اجمل عبید عابدي د افغانستان د ملي امنیت د لوی ریاست مرستیال او سید ظفر هاشمي د ولسمشر د مرستیال ویاند په توګه وټاکل شول.


اجمل عبید عابدي د افغانستان د ملي امنیت د لوی ریاست مرستیال او سیدظفر هاشمي د ولسمشر د مرستیال ویاند په توګه وټاکل شول.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې عابدي له دې وړاندې د ولسمشر ویاند او تر هغې وړاندې د اریانا تلوېزیون د اجرائیه رییس په توګه دندې تر سره کړې، خو سید ظفر هاشمي بیا تر دې وړاندې د امریکا غږ اشنا راډیو او تلوېزیون د ویاند په توګه دندې تر سره کړې دي.
عابدي تېره ورځ د ملي امنیت د لوی ریاست د مرستیال رییس په توګه ټاکل شوی او دغه راز سید ظفر هاشمي د ولسمشر د ځانګړي فرمان له مخې تېره ورځ رسمآ په خپل کار پیل وکړ.
باید وویل شي، چې هاشمي د امریکا له جان هاپکنز پوهنتونه د عامه ادارې په برخه کې ماستري اخیستې او لیسانس یې د متحدو ایالتونو په مريلنډ پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ترلاسه کړې ده.
جمهورآژآنس:کابل


کد مطلب: 66358

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/66358/

جمهور
  https://www.jomhornews.com