هلمند کې چاودنو درې ماشومان وژلي

14 سرطان 1394 ساعت 8:35

چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د جلا جلا ماین چاودنو په ترڅ کې شبږو تنو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د جلا جلا ماین چاودنو په ترڅ کې شبږو تنو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دواړې پېښې تېره ورځ او شپه د هلمند په مارجې او ګریشک ولسوالیو کې رامنځ ته شوې دي.
د هلمند چارواکي وايي، لومړۍ چاودنې په مارجې ولسوالۍ کې درې ماشومان وژلي دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي دغه ماشومان خپل کور ته د تګ په حال کې و، چې د یادې ولسوالۍ د کاري صدي په سیمه کې پرې چاودنه شوې او درې واړه یې وژلي دي.
بل خوا ځواک زیاتوي، چې د ګریشک ولسوالۍ د ادم خان په سیمه کې هم یوه چاودنه شوې، چې له امله یې درې ماشومان ټپیان شوي دي.
نوموړي د ټپیان په اړه څه ونه ویل او نه هم د چاودنو مسؤولیت چا پر غاړه اخستی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د هلمند په ګاونډ د کندهار په میوند ولسوالۍ کې هم یوې ناچاودلې مرمۍ چاودنې ۷ تنو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.
جمهور آژآنس:هلمند


کد مطلب: 67889

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/67889/

جمهور
  https://www.jomhornews.com