د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۱۲ وسله وال وژل شوي دي

14 سرطان 1394 ساعت 11:31

امنیتي چارواکي وايي، د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې په ننګرهار ولایت کې پر وسله والو طالبانو برید کړی او ۱۲ تنه طالبان یې وژلي دي.


امنیتي چارواکي وايي، د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې په ننګرهار ولایت کې پر وسله والو طالبانو برید کړی او ۱۲ تنه طالبان یې وژلي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه د ننګرهار ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
په ختیځ کې د افغان پوځ د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند ډګروال محمد نعمان هاتفي وايي، د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې دغه ۱۲ تنه وسله وال د غني خېلو ولسوالۍ د ۲۷ مې ویالې په سیمه کې وژلي دي.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په ورته وخت کې د کنړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې هم د امریکا بې پیلوټه الوتکې برید کړی او یو ولسي وګړی یې وژلی دی.
باید وویل شي، چې دا په تېره یوه میاشت کې ۱۰ ځل دی، چې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې په ختیځ کې وسله وال په نښه کوي او درنه مرګ ژوبله ورته اړوي.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار


کد مطلب: 67901

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/67901/

جمهور
  https://www.jomhornews.com