هلمند کې ۱۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

16 سرطان 1394 ساعت 12:37

سیمه ییزې سرچینې وايي، په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو او عام نظم پولیسو تر منځ نښته کې له دواړو لورو ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییزې سرچینې وايي، په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو او عام نظم پولیسو تر منځ نښته کې له دواړو لورو ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې نښته هغه مهال رامنځ ته شوې، کله چې وسله والو طالبانو په کجکي ولسوالۍ کې د عامه نظم ساتنې د پولیسو پر یوه پوسته برید وکړ.
د کجکي ولسوالۍ یوه سیمه ییزه سرچینه د نوم ښودلو په شرط وايي، د عامه نظم پولیسو په ځوابیه برید کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دې نښته کې د عامه نظم ساتنې یو پولیس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
که څه هم ځايي سرچینې وايي، د عامه نظم پولیسو تکتیکي شاتګ کړی او دوه پوستې طالبانو نیولې، خو وسله والو طالبانو تر اوسه د جګړې او مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
له هلمند د وسله والو د مرګ ژوبلې خبر پر داسې مهال ورکولو کېږي، چې د کورنیو چارو وزارت وایي، په تېور ۲۴ ساعتونو کې ۳۲ وسله وال وژل شوي، ۲۰ ټپیان او دوه ژوندي نیول شوي دي.
جمهور آژآنس:هلمند


کد مطلب: 68005

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/68005/

جمهور
  https://www.jomhornews.com