زابل کې یو تن څلورو مېرمنو ته مرګ ژوبله واړوله

6 اسد 1394 ساعت 13:16

چارواکي وايي، په زابل ولایت کې یوه تن د خپلې خواښې او ښمینې په ګډون د یوې کورنۍ څلور مېرمنې په چړو وهلې او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.


چارواکي وايي، په زابل ولایت کې یوه تن د خپلې خواښې او ښمینې په ګډون د یوې کورنۍ څلور مېرمنې په چړو وهلې او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن سهار شپږ بجې د زابل په مرکز کلات ښار کې رامنځ ته شوې ده.
د زابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فواد عسکري وايي، د امان الله په نوم یو تن د خپلې خواښې کور ته ورغلی او تر لفظي تاوتریخوالي وروسته فزیکي شخړه رامنځ ته شوې او یاد کس پر مېرمنو د چړې ګذارونه کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې امان الله د چړې په ګذارونو سره خپله خواښې او ښمینه وژلې او د دې کورنۍ دوه نورې مېرمنې یې ټپیانې کړې دي.
د زابل د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي برید کوونکی د پولیسو له لوري نیول شوی او دا مهال تر پلټنو لاندې دي.
ښاغلی عسکري زیاتوي، چې پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځ ته شوې او په دې اړه نورې پلټنې روانې دي.
جمهور آژآنس:زابل


کد مطلب: 68814

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/68814/

جمهور
  https://www.jomhornews.com