لوګریان:

پاکستان د افغان سولې د ګډوډولو هڅه کوي

12 اسد 1394 ساعت 15:10

د لوګر ولایتي شورا، علماو شورا او د سولې ولایتي شورا تر یوه لاریون وروسته وویل چې د طالبانو نوی مشر ملا اختر محمد منصور د افغانستان د سولې او امن دښمن دی.


د لوګر ولایتي شورا، علماو شورا او د سولې ولایتي شورا تر یوه لاریون وروسته وویل چې د طالبانو نوی مشر ملا اختر محمد منصور د افغانستان د سولې او امن دښمن دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې پر دغه شوراګانو سربېره سلګونو لوګریانو د یوه لاریون په ترڅ کې وویل چې پاکستان په افغانستان کې سوله نه غواړي.
لاریون کوونکي چې نن سهار په مرکز پل علم کې د دوه ساعتونو له پاره لاریون وکړ، په خپلو شعارونو کې له پاکستانه وغوښتل چې نور د افغانستان د سولې پروسه ګډوډه نه کړي.
لاریون کوونکو ویل چې پاکستان هېڅ کله هم افغانستان کې سوله او پرمختګ نه غواړي او دغه هېواد د افغان سولې او امن دښمن دي.
دوی له پاکستانه وغوښتل، چې د افغانستان د سولې د تخریب پر ځای د سولې لاسنیوی وکړي، ځکه چې په وینا یې افغانستان کې سوله د ټولې سیمې په ګټه ده.
له دغه لاریون وروسته د لوګر ولایتي شورا، علماو او سولې شورا غړیو په یوه خبري ناسته کې د طالبانو نوی مشر ملا اختر محمد منصور د افغانستان د سولې او امن دښمن وباله.
د لوګر د ولایتي شورا رییس حسیب الله ستانکزي وویل چې ملا منصور د پاکستان په لارښوونه د افغانستان د سولې پروسه تخریبوي.
نوموړي زیاته کړه«پاکستان همېشه پر افغان خاوره حکومت، سولې او کډوالو تېرې کړی، موږ د پاکستان دا عمل په کلکو ټکو غندو بل دا چې ملا اخترمحمد منصور چې د پاکستان د ای اس ای غلام ده هغه خبره په کلکه غندو چې افغانستان کې یې خپلو طالبانو ته د جګړي امر کړی دی.»
په ورته وخت کې د لوګر د علماو او سولې شورا رییس مولوي اسدالله حنیف وویل تر هغه چې په افغانستان کې له افغان طالبانو سره اوربند نه وي شوی سوله ناشونې ده.
ښاغلي حنیف وویل« افغان طالبان په خپل لاس خپل وطن او خپل افغانان وژني، په سوله کې خیر دى موږ ټول افغانان باید دسولي ټینګښت ته لمن ووهو نه نښتو ته.»
په لوګر کې د پاکستان او طالبانو د نوي مشر د څرګندونو په وړاندې پر داسې مهال لاریون کېږي، چې نن په میدان وردګو، غزني او پکتیکا ولایتونو کې هم د هغوی بر ضد غوندې وشوې، او ملا منصور دا خبرې چې جګړې ته به دوام ورکړي، په کلکو ټکو وغندلې.
جمهور آژانس:لوګر


کد مطلب: 69088

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/69088/

جمهور
  https://www.jomhornews.com