ولسمشرغني:

له فساد سره باید جدي او سراسري جهاد وشي

10 سنبله 1394 ساعت 14:13

«د افغانستان ولس او د افغانستان علما فاسد نه دي، بلکې یو څو چارواکي فاسد دي، قاچاقبران فاسد دي، چې د دوی له لاسه افغانستان هر کال د فاسدو هېوادونو په قطار کې راځي، دا د هر افغان له پاره شرم نه دی؟ د دې فساد په وړاندې باید په ګډه ملي مبارزه او جهاد وشي.»


«د افغانستان ولس او د افغانستان علما فاسد نه دي، بلکې یو څو چارواکي فاسد دي، قاچاقبران فاسد دي، چې د دوی له لاسه افغانستان هر کال د فاسدو هېوادونو په قطار کې راځي، دا د هر افغان له پاره شرم نه دی؟ د دې فساد په وړاندې باید په ګډه ملي مبارزه او جهاد وشي.»
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه څرګندونې ولسمشر محمد اشرف غني نن د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره د دیني عالمانو ملي کنفرانس کې وکړې.
ولسمشر غني په دولتي قراردادونو کې فساد، د ځمکو او شتمنیو غصبول، نشه یي توکي، قاچاق، په کانونو کې درغلي او فساد، او په بانکونو او دولتي سرچینو کې پیسې په بډو وهل د فساد اصلي ریښې وبللې.
ښاغلي غني زیاته کړه، چې دولتي قراردادونه د فساد پر لویو سرچینو بدل شوي او ډېری دا قراردادونه هغو کسانو ته ورکول کېږي، چې مسلکي نه دي، خو په وینا یې په دې برخه کې د فساد د مخنیوي لپاره د افغانستان د ملي تدارکاتو کمیسیون کار پیل کړی.
دغه راز هغه وویل چې د کابل ښار ۶۵ سلنه کورونه سندونه نه لري، چې د ځمکو او مېشتځایونو د قانوني کېدو لپاره یې کار پیل کړی او هیله ده چې په راتلونکو کلونو کې د ځمکو د غصب ستونزه په بنسټیز ډول له منځه ولاړه شي.
نوموړي نشه يي توکي د هېواد سرطان وباله، چې په وینا یې ۳،۵ میلیون افغانان په نشه يي توکو روږدي دي او د ټولنې لپاره یې یو لوی سرخوږی جوړ کړی دی.
د ولسمشر په وینا په دولتي ادارو کې یوازې لس سلنه کسان کار کوي، ۹۰ سلنه نور په فساد ککړ دي، چې دده په ټکو همدا د نه پرمختګ لوی لامل دی.
هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه«له دې شومې پدیدې سره د مبارزې په خاطر یوه ملي سراسري جهاد ته ضرورت لرو. په دې برخه کې غواړم له دیني عالمانو څخه مننه وکړم چې دې مهمې موضوع ته یې پام شوی او ورنه غواړم چې زموږ مسلمان خلک د دې برخلیک ټاکونکي جهاد په خاطر وهڅوي. دولت هم په ټول توان سره په دې لار کې له دیني عالمانو او خلکو سره ولاړ دی»
محمد اشرف غني وویل چې افغان حکومت له فساد سره د مبارزې کلکه اراده لري؛ خو دا مبارزه یو څه وخت نیسي او دا مبارزه باید په ګډه تر سره کړو.
نوموړي زیاته کړه« له فساد سره مبارزه د دولت یوه اصلي وظیفه ده. موږ د دې تباه کونکې ناروغۍ د ختمېدو لپاره ځینې اساسي اقدامات پیل کړي دي چې طبعاً پوره تطبیق یې یو څه وخت نیسي»
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له ټولو افغانانو وغوښتل، چې د ټولنې، ښوونځیو او جوماتونو له لارې د فساد ضد مبارزې غږ پورته کړي.
په ورته وخت کې افغان ولسمشر خبرداری ورکړ چې په فساد کې ښکېل لوړ پوړي چارواکي به له خپلو دندو لرې او هم به جدي او قانوني چلند ورسره وشي.
جمهور آژآنس:کابل


کد مطلب: 70366

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/70366/

جمهور
  https://www.jomhornews.com