حامد کرزی:

د ترهګرو فعالیت له یوه بهرني ملاتړ پرته امکان نه لري

11 سنبله 1394 ساعت 10:59

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په سریلانکا کې یوې نړیوالې امنیتي غونډې ته ویلي، چې د ترهګرو ډلو فعالیت د یوه بهرني دولت له ملاتړه پرته امکان نه لري.


پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په سریلانکا کې یوې نړیوالې امنیتي غونډې ته ویلي، چې د ترهګرو ډلو فعالیت د یوه بهرني دولت له ملاتړه پرته امکان نه لري.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلی کرزی چې دوه ورځې وړاندې سریلانکا ته تللی و، د سرېلانکا په پنځم کلني دفاعي سيمينار د پرانېستې په مراسمو دغه څرګندونې وکړې.
حامد کرزي د سرېلانکا پلازمېنه کولومبو کې یادې غونډې ته وویل، چې ې د ترهګريزو ډلو غيردولتي بلل ناسمه خبره ده او د يوه بهرني دولت له ملاتړ پرته د يادو ډلو پراخه فعاليت امکان نه لري.
ښاغلي کرزي په دغه غونده کې ویلي چې له دغو ډلو څخه د خلاصون او له هغو غميزو څخه د مخنيوي لپاره چې دوى يې په نړۍ کې رامنځته کوي، اړينه ده چې دولتونه د نړيوالو اړيکو په ډګر کې اخلاقي معيارونه وضع کړي او پر بنسټ يې عمل وکړي.
نوموړي ورته مهال د امريکا او متحدينو له لوري يې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه ویلي چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې له پيل ليدل کېږي چې پايله يې منفي وه او دغه پديده د کمزوري کېدو پر ځاى پياوړې شوې.
ده زیاته کړې، له همدې امله که چېرې امريکا له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې بريالۍ نه ده، اړينه ده چې د نړۍ د نورو پياوړو هېوادونو لکه چين، روسيه او هندوستان مرسته ځانته را جلب کړي، څو په پايله کې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې کاميابه شي.
جمهور آژانس:کابل


کد مطلب: 70409

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/70409/

جمهور
  https://www.jomhornews.com