کندهار کې درې تنه ملي پولیس وژل شوي

5 قوس 1394 ساعت 10:10

چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې درې تنه ملي پولیس وژل شوي او د خاکریز امنیه قوماندان په ګډون دوه تنه ټپیان شوي دي.


چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې درې تنه ملي پولیس وژل شوي او د خاکریز امنیه قوماندان په ګډون دوه تنه ټپیان شوي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ مازیګر ناوخته د کندهار ولایت په خاکرېز ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وايي، دغه چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې د خاکرېز امنیه قوماندان له نورو پولیسو سره په سیمه کې په ګزمه بوخت وو.
نوموړي زیاته کړه، چې په دې چاودنه کې درې تنه ملي پولیس وژل شوي، د خاکرېز امنیه قوماندان شریف الله او د سیمه ییزه پولیسو قوماندان اسدالله سطحي ټپیان شوي دي.
ده وویل چې د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې خو تر اوسه یې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.
تر اوسه د چاودنې مسؤولیت هم کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهور آژآنس:کندهار


کد مطلب: 73426

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/73426/

جمهور
  https://www.jomhornews.com