ولسمشر غني:

هېڅ سیاسي کس نور د سيمه ايزو پوليسو د لرلو اجازه نه لري

7 قوس 1394 ساعت 7:13

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، نور په افغانستان کې سیاسیون په هېڅ ډول د سیمه ییزه پولیسو د لرلو اجازه نه لري.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، نور په افغانستان کې سیاسیون په هېڅ ډول د سیمه ییزه پولیسو د لرلو اجازه نه لري.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې کندوز ولایت ته د خپل سفر پر مهال د سلګونو کسانو په غونډه کې وکړې.
نوموړي دا هم وویل، چې نور ورته خپل سرې ملېشې د منلو نه دي او څوک چې غواړي هېواد نه دفاع وکړي، د افغان ځواکونو لیکو ته دې راشي، که نه په وینا یې د خپل سرو ملېشو او ناقوانانونه وسله والو پر وړاندې به د قوې له استعمال څخه کار واخلي.
هغه په خپلو خبرو کې وویل«نور د هېواد په هېڅ سیمه کې هیڅوک له خلکو څخه د جزیې اخیستلو او د عشر د راټولولو حق نه لري، سیاسیون هم له دې وروسته د سیمه ییزو پولیسو د لرلو اجازه نه لري او د خپلسرو وسله والو ډلو د فعالیتونو د دوام په صورت کې به د هغوی پر ضد به د افغان ځواکونو د قوي له استعمال څخه کار واخلو.»
افغان ولسمشر وايي، موخه یې دا ده، چې دولت له زورواکي څخه په خدمتګار او ځواب ویونکي بدل کړي.
ښاغلي غني وویل« نور اجازه نه ورکوو، چې ترخه تجربه بیا تکرار شي، ننني اقدامات زموږ د ژمنو د تحقق لومړۍ برخه ده او په راتلونکي کې به زیات اقدامات وشي.»
ولسمشر غني زیاته کړه، چې د کندز د خلکو په ګډون د افغانستان ټول خلک مساوي او برابر دي او په وینا یې د ده پیغام د یووالي او مشارکت پیغام دی.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 73444

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/73444/

جمهور
  https://www.jomhornews.com