زابل کې دوه طالبان وژل شوي او پنځه پولیس ټپیان شوي

18 دلو 1394 ساعت 12:45

سیمه ییز چارواکي وايي، په زابل ولایت کې پر یوه امنیتي پوسته د وسله والو طالبانو په برید کې ۵ تنه پولیس ټپیان شوي او دوه طالبان وژل شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، په زابل ولایت کې پر یوه امنیتي پوسته د وسله والو طالبانو په برید کې ۵ تنه پولیس ټپیان شوي او دوه طالبان وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه نښته تېره شپه ۲ بجې د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د سه کیچي په سیمه رامنځ ته شوې ده.
د ارغنداب ولسوال ملا ظریف وايي، وسله والو طالبانو پر یاده سیمه کې د پولیسو پر یوه پوسته لاسي بم غورځولی، چې له امله یې پنځه تنه پولیس ټپیان شوي.
ولسوال زیاتوي، چې ټپیان روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي او د دوه تنو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.
نوموړي وویل، چې د پولیسو په ځوابیه ډزو کې دوه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.
خو طالب ویاند قاري یوسف احمدي بیا وايي، په دغه برید کې یې ۷ پولیس وژلي او درې طالبان هم ټپیان شوي دي.
جمهور آژانس:زابل


کد مطلب: 76483

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/76483/

جمهور
  https://www.jomhornews.com