پکتیکا کې ځانمرګي برید تر ۲۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

19 دلو 1394 ساعت 12:53

چارواکي او عیني شاهدان وايي په پکتیکا ولایت کې د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کې تر ۲۰ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، چې نېږدې ټول یې ولسي وګړي دي.




چارواکي او عیني شاهدان وايي په پکتیکا ولایت کې د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کې تر ۲۰ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، چې نېږدې ټول یې ولسي وګړي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه برید نن له غرمې مخکې د پکتیکا ولایت په یحی خېلو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوی دی.
د یحی خېلو ولسوال موسی خان خروټی وايي، برید ګر په یوه نانوايي کې ځان ته چاودنه ورکړې، چې له امله یې پنځه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي.
نوموړی وویل، وژل شوي او ټپیان ټول ولسي وګړي دي، چې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
په ورته وخت کې عیني شاهدان وايي، یادې نانوايي ته یو پولیس او د ملي امنیت یو سرتېری د ډوډۍ اخستلو له پاره ورغلي و، چې ځانمرګي برید برید وکړ.
عیني شاهدان زیاتوي، چې په دغه برید کې ۱۰ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۲۵ تنه ټپیان شوي، چې ټول ولسي وګړي دي.
پر همدې مهال د مرکز ښرنې د ملکي روغتون ډاکتر وايي، دوی ته تر اوسه ۷ جسدونه او ۱۳ تنه ټپیان وروړل شوي دي.
د برید مسؤولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار په بلخ ولایت کې هم د ملي اردو پر سرتېرو یو ځانمرګی برید وشو، چې په کې درې سرتېري وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
باید وویل شي دا په یوه ورځ کې دوهم ځانمرګی برید دی، چې په افغانستان کې تر سره کېږي.
جمهور آژانس:کابل


کد مطلب: 76529

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/76529/

جمهور
  https://www.jomhornews.com