د طالبانو د رهبري شورا غړی ملا حسن رحماني مړ شوی

20 دلو 1394 ساعت 7:52

پخوانی طالب والي او د طالبانو د رهبري شورا غړی ملا محمد حسن رحماني د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی دی.


 پخوانی طالب والي او د طالبانو د رهبري شورا غړی ملا محمد حسن رحماني د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې رسنیو ته په ورکړل شویو معلوماتو کې ویل شوي، چې د طالبانو د اسلامي امارت پر مهال، د افغانستان د سويلي زون پخوانی تنظیمه ریییس، د کندهار ولایت پخوانی والي او د طالبانو د رهبري شورا غړی ملا محمد حسن رحماني د ورپيښې ناروغۍ له امله مړ شوی دی.
د طالبانو یو پخوانی چارواکی ملا محمد حسن رحماني تیره شپه د کراچۍ په یو روغتون کې د ورپیښې ناروغۍ له امله مړ شوی دی.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په استولي یو بیان کې ویلي چې هغه په دې وروستیو کي د ځیګر د سرطان په ناروغۍ اخته شوی وو.
نوموړي ویلي، چې ملا حسن رحماني تېره شپه  د همدې ناروغۍ له امله د پاکستان د کراچۍ په یوه روغتون کې ساه ورکړې.
ویل کېږي ملا محمد حسن رحماني په طالبانو کې له زیات نفوذه برخمن و او د خپل ماموریت پر مهال یې د طالبانو له پاره ډېر کار کولو.
باید وویل شي، چې څه موده وړاندې د طالبانو د فرهنګي برخې یو تن مسؤول هم د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی وو.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 76575

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/76575/

جمهور
  https://www.jomhornews.com